زموږ په هکله
زموږ په هکله
جهاني بنسټ یو غیرانتفاعي، کلتوري، ادبي او علمي بنسټ دی. د مشهور افغان شاعر، مورخ او ژورنالیست ښاغلي عبدالباري جهاني په نامه نومول سوی دغه بنسټ له هیواده بهر، په ځانګړي ډول د امریکا په متحدو ایالتونو کي د افغان کلتور، هنرونو، او بنسټیزو ارزښتونو د ودي په موخه فعالیت کوي.
جهاني بنسټ چي مرکز یې د ویرجینیا په ایالت کي دی، د کتابونو او علمي څېړنو د خپرولو ترڅنګ، کلتوري غونډي، مناسبتي جشنونه، ټولنیز مناسبتونه، مشاعرې او ادبي بحثونه دایروي.
د افغان کلتور پالنه، د افغاني هنرونو وده، سوه له ییزه استوګنه، د خپلي ټولني سوکالي، او نړۍ ته د افغانستان د رښتیني انځور وړاندي کول د جهاني بنسټ بنسټیز ارزښتونه دي.
زموږ دنده
د جهاني بنسټ دنده د بامفهومه کلتوري، هنري، او ټولنیزو پروګرامونو له لاري د افغانانو د ښکېلتیا تامینول دي. په همدې موخه بنسټیزي اړتیاوو ته په پام، څېړني کېږي او له مخي یې پروګرامونه، غونډي او مناسبتونه لمانځل کېږي. ددغه بنسټ تر چتر لاندي د پراخو تجربو څښتنان، هنرمندان، مسلکي کادرونه، د ټولني متنفذ شخصیتونه او لوستي افغانان په ګډه فعالیتونه کوي.
زموږ لیدلوری
موږ هڅه کوو چي افغانان سره نږدې، وصل او ښکېل کړو ترڅو د یوه سوکاله جمعیت په توګه د ټولني په ښېګڼه کي اغېزناکه ونډه ولري. په داسي حال کي چي د افغان کلتور او هنر ډېر اړخونه په افغانستان کي د طالبانو د رژیم د سخت دریځ له امله اغېزمن سویدي، موږ غواړو د افغان کلتور او هنرونو ساتنه وکړو. موږ غواړو چي د هیواده بهر د افغانانو نوي نسلونه د خپلو ریښو سره وصل وساتو او خپل هویت ونه بایلي. موږ د خلکو د ملاتړ او خوښۍ لپاره هڅي کوو.